د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی. هغه نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ملکري ملتونه له افغانانو سره دي او د سولې د ټنیګښت او د حقوقو د تامین په برخو کې له افغانانو سره په افغانستان کې پاتې کیږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې حال کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ د پاتې کېدو خبره کوي چې له نږدې یوې اوونۍ راهیسې له پنجشېر ولایت پرته د افغانستان ټول واک له طالبانو سره دی.
































