د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان د کډوالو د څپې د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي. د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې پرون ماښام د یونان له صدراعظم کیریاکوس میتسوتاکیس سره په ټیلیفوني خبرو کې چې له افغانستانه د اروپا پر لور د افغان کډوالو د پراخې څپې پر وتلو متمرکزې وې وکړې. اردوغان ویلي چې که له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره یې د مرستې لپاره لازم تدابیر ونه نیول شي، نو له دې هېواده د کډوالو د پراخې څپې د وتلو امکان شته. نوموړي ویلي، ترکیه چې له ایران سره په سرحدونو کې یې کلک تدابیر نیولي له تهران سره د افغان کډوالو په اړه د خبرو په حال کې ده.
































