د پاکستاني طالبانو یو مشر مولوي فقیر محمد په افغانستان کې د طالبانو پر بریالي کېدو خوښي څرګنده کړې ده. فقیر محمد له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته لومړنۍ وینا کې ویلي، دا انصاف نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د رامنځته شوي شرعي نظام پلوي کوي خو په پاکستان کې دې نامسلمانه رژیم حاکم وي. هغه خپلو وسله والو ته ویلي، اوس وخت دی چې په پاکستان کې د کفري نظام د بدلون لپاره خپل ټول قوت وکاروي. د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د دغه تحریک یو بل مشر له سي ان ان سره په مرکه کې د پاکستاني ادارو پر ضد د جګړې خبرداری ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې د پښتنو د خاورې تر ازادۍ پورې به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.
































