د روسیې ولسمشر دغه سازمان د ځینو غړو هېوادونو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي چې ددغه سازمان غونډه به نن جوړېږي او په هغه کې به د افغانستان پر مسئله خبرې کېږي. ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د مرکزي اسیا د هېوادونو او روسیې استازي ګډون وکړي. تر ډېره به د سیمې په امنیت او له افغانستان سره د امنیتي مسایلو په برخه کې پر همکاریو خبرې کېږي. د جمعي امنیت سازمان په ۱۹۹۲ز کال کې جوړ شوی دی چې تر ډېره د روسیې تر نفوذ لاندې دی او په دې سازمان کې د غړو هېوادونو پر امنیتي مسایلو او له دوی سره پر همکاریو خبرې کېږي.
































