پخواني امریکايي چارواکي وایي په افغانستان کې د امریکا ماتې ددغه هېواد نړیوال اعتبار ته زیان رسولی دی. د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ویلي چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې ده او دې ماتې په نړیواله کچه د امریکا باور او اعتبار ختم کړی دی. هغه وایي ددې بې اعتبارۍ د ختمولو لپاره امریکا باید په نړیواله کچه ډېر څه جبران کړي او ډېرې هڅې وکړي. هغه زیاته کړې چې دمګړی امریکا د نړیوالو پر وړاندې کوم اعتبار نه لري او نه هم نړیوال دې ته تیار دي چې په نږدې وختونو کې پر امریکا باور او تکیه وکړي. تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او ددې ماتې مسوولین یې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او محمد اشرف غني بللي وو.
































