وروسته تر هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو وویل چې په افغانستان کې تر ماتې وروسته په نړیواله کچه د امریکا باور له صفر سره ضرب شوی دی، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د جو بایډن حکومت ډیپلوماټیکې چارې له سختو ننګونو سره مخ دي. راپور کاږي چې د امریکا د اوسني حکومت ډيپلوماتيکې چارې له ۱۹۶۱ کال راهيسې تر ټولو سخت بحران تجربه کوي. وال سټریټ ژورنال زیاتوي چې له ۱۹۷۵ کال راهيسې، په لومړي ځل د امريکا اعتبار سخت ځپل شوی دی.
































