د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ټرمپ د نیوکې په ډول ویلي، هېواد یې داسې یوه رهبر ته اړتیا لري چې خلک متحد کړي. نوموړي ویلي، خلک باید یووالي ته را وبلل شي او په اوسنیو شرایطو کې دغه کار یوازې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند جو بایډن کولای شي. اوباما پر خپل ټوېټر د جوبایډن هغه ویډیو خپره کړې ده چې په ټرمپ نیوکه پکې شوې ده او نوموړی یې د کرونا بحران په کابو کولو کې پاتې بللی دی. د ډيلي مېل د را پور له مخې اوبا ما ویلي، په اوسنیو شرایطو کې یوه زړه سواندي او داسې رهبر ته اړتیا لرو چې خلک سره متحد کړي، نه داسې چې سره ویې پاشي. اوباما زیاته کړې ده، جوبایډن کولای شي د امریکا خلک له اوسنۍ تیارې وباسي.
































