بایډن په افغانستان کې د تخلیې ماموریت د غځولو په لټه کې دی. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د سپينې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې بایډن به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له افغانستان د امریکايي وګړو د تخلیې ماموریت د غځولو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. سرچینه وایي چې په افغانستان کې لا هم سلګونه وګړي حضور لري او دوی اړ دي چې دغه ماموریت وغځوي. بلخوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي او په خبرو کې د پام وړ پرمختګ موجود دی نو له همدې امله ښایي د تخلیې ماموریت د امریکایي ځواکونو له لوري ادامه ولري. خو طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې په هېڅ صورت د اګسټ تر یو دېرشمې نېټې وروسته امریکایانو ته په افغانستان کې د حضور اجازه نه ورکوي.
































