د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو وګړو امنیت ته جدي پاملرنه کوي. د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې د چين سفارت له مېشتو چينايانو سره نږدې اړيکې لري او د دوی د امنيت د ساتلو لپاره د افغانستان له اړوندو خواوو سره د همغږۍ په هڅه کې دي. هغه ټینګار کړی دی چې چين په افغانستان کې د چيني ارګانونو او چينايانو امنيت ته جدي پاملرنه کوي. بین دغه راز ویلي چې په کابل کې د چين سفارت په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي او زياتره چينايان د سفارت په مرسته بېرته خپل هېواد ته تللي دي.
































