د طالبانو یو تن ویاند سهیل شاهین له پرس ټي وي سره په تازه مرکه کې د وروستیو تحولاتو او راتلونکو اقداماتو په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د داعش حضور په اړه یې نظر څه دی ویلي، لومړی خو داعش افغاني پدیده نه ده، بله دا چې داعش ډله په افغانستان کې د دوی له لوري له منځه وړل شوې ده، یو شمېر یې چې په بند کې وو ښایي پټ شوي خو ډاډ یې ورکړی دی چې سر نه شي پورته کولی. هغه د راتلونکي دولت څرنګوالي ته په اشارې زیاته کړې چې په راتلونکي دولت کې به ټول افغانان خپل ځانونه ویني او دوی په واقعیت کې داسې یو منځلاری دولت جوړول غواړي چې له سیمې او ټولې نړۍ سره دوستانه اړیکې ولري. شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له امریکا به د شل کلن حضور تاوان وغواړي وویل، دا د امریکا اخلاقي مسوولیت جوړېږي چې د افغانستان د شل کلن اشغال په بدل کې د دغه هېواد په بیا رغونه او دغه راز د سولې ټینګښت برخه کې مرسته وکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د ښځو د حقونو په اړه ویلي، چې په ډېریو سیمو کې د نجونو ښوونځي فعال شوي او هغوی خپلو ټولګیو ته ځي، ښځینه ښوونکې هم خپلو دندو ته دوام ورکوي او دوی د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو له ورکړې انکار نه شي کولی.
































