د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان ته د راغلو تازه امریکایي سرتېرو لومړنۍ جوپه له هېواده وتلې ده. دا عسکر چې د پخوانیو هغو د ایستلو بهیر امنیت تامین په موخه افغانستان ته راغلي وو نن یې لومړنۍ جوپه د امریکا په نیت د حامد کرزي له هوایي ډګر څخه وتلې ده. دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې بریتانیا او استرالیا له ولسمشر بایډن څخه غوښتنه کړې وه چې په خوندې توګه د ځواکونو وتلو بهیر په موخه دې د طالبانو په موافقه د وتلو نېټه وغځوي خو جو بایډن پرون په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې غوره به وي هر څه ژر له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو بهیر پای ته ورسېږي.
































