امریکا وایي طالبان دمګړی د افغانستان واکمانان دي او دوی له دې ډلې سره خبرو ته اړ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه تازه خبري کنفرانس کې ویلي، که نړیوال خفه کېږي او که خوشالېږي طالبان دمګړی د افغانستان واکمنان دي او موږ د ستونزو د حل لپاره له دوی سره خبرو ته اړتیا لرو. د بلینکن په خبره طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هغو کسانو ته د تګ راتګ مصونه لار برابره کړي چې له افغانستان د وتلو په لټه کې دي. دده په خبره د اګسټ تر ۳۱مې وروسته امریکایي عسکر له افغانستان وځي خو دا په دې مانا نه ده چې هلته د پاتې امریکایي وګړو د ایستلو پروسه هم پای ته رسېږي. هغه زیاته کړې طالبان باید هوايي ډګر خوندي کړي او خلکو ته دې د مصون سفر او تګ راتګ اجازه ورکړي.
































