په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره ښایي دلته د فارس خلیج د هېوادونو ښکېلتیا ډېره شي. منځني ختیځ ته د کتنې په نامه یوې نشریې په خپله یوه مقاله کې لیکلي دي امریکا له افغانستان وځي نو ښایي په دغه هېواد کې د رقابت فضا د فارس خلیج هېوادونو ته پرانیستل شي. سرچینه وایي دمګړی سعودي عربستان او طالبان ښې اړیکې نه لري، خو برعکس د طالبانو او قطر تر منځ اړیکې ښې دي. همدا راز ایران او سعودي عربستان له ښو اړیکو برخمن نه دي، خو طالبان بیا له ایران سره ښې اړیکې لري. په دغه مطلب کې راځي چې که طالبان د وضعیت کنټرول ته پاملرنه و نه کړي، نو ښایي د فاطمیون او داعش یا دې ته ورته ډلو په نامه په افغانستان کې جګړې پیل شي چې په اصل کې به د فارس خلیج هېوادونو نیابتي جګړې وي. لیکوال وایي طالبان باید پر وضعیت کنټرول ولري او پردیو هېوادونو ته د نیابتي جګړو د پیل اجازه ور نه کړي.
































