د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا لس زره کسان د کابل هوايي ډګر ته د ننه شوي او پروازونو ته منتظر دي خو زرګونه کسان له هوايي ډګر بهر میدان ته د ننوتو په لټه کې دي. د امریکا ددفاع وزارت ویلي دوی به د ټولو دغه کسانو د لېږد پروسه چټکوي. بلخوا ځينې کسانو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې پر هوايي ډګر ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده او ان هغه کسان ځانونه خپلو موخو ته نه شي رسولی چې له ځان سره قانوني اسناد هم لري. ددوی په خبره په هوايي ډګر کې باید نظم راوستل شي او د پاسپورت لرونکو خلکو ته دې د تګ اجازه ورکړل شي. بلخوا طالبانو په تازه اعلان کې ویلي چې له بهرنیو وګړو پرته نور له دې وروسته هوایي ډګر ته د تګ اجازه نه ورکوي. دوی همدا راز د هوايي ډګر ټوله شاوخوا محاصره کړې ده.
































