طالبان وایي د افغانستان د تجزیې لپاره یې د امریکا نقشې له خاورو سره خاورې کړې. د طالبانو د قطر دفتر لوړپوړي غړي مولوي شهاب الدین دلاور نن په کابل کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې امریکا ځان د نړۍ په کچه نعمت باله او طالبان یې په دې وېرول چې د امریکا تر وتلو وروسته به افغانستان تر سوریې هم په بدترو جګړو کې ښکېل شي. دده په خبره طالبانو د ملت پر یووالي باور درلود او امریکا یې په افغانستان کې د قومي نفاق او کرکو سبب بلله. هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د تجزیې پلان او نقشه درلوده او غوښتل یې دغه هېواد په قومي بنسټ په څو برخو ووېشي خو طالبانو ددوی نقشه له خاورو سره خاورې کړه. دلاور ټینګار وکړ چې ټول ملت باید سره یو ځای شي، ټول باید خپل یووالی وساتي او نړۍ ته باید افغانان دا ثابته کړي چې له څلوېښت کلنې جګړې ستړي شوي او د هېواد د جوړولو به سره یو لاس کېږي. دلاور یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانانو ټول قومونه سره یو دي او نړۍ زموږ اوسني یووالي، ثبات، امنیت او سوله ییز ژوند ته حیرانه ده.
































