د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په سرپوزې زندان کې د پوليسو او زندانیانو ترمنځ نښته شوې ده. د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي د کندهار په عمومي زندان کې د بندیانو او پوليسو ترمنځ را ولاړه شوې لانجه تایید کړې ده. ویل کېږي په دې نښته کې ۲۵ پوليس د زندانیانو له لوري په چړو او نورو وسلو ټپیان شوي او شپږ پوليس هم زندانیانو له ځان سره یرغمل کړي دي. له تېرو دریو ورځو راهیسې د کندهار په عمومي زندان کې یو شمېر زندانیانو چې شمېر يې تر څلوېښت تنو زیات ښودل کیږي د اعتراض په ډول خولې ګنډلي دي. اعتراض کوونکي زندانیان وايي چې د خلاصون په بدل کې د ضمانت په توګه زیاتي پيسې ورڅخه اخیستل کیږي چې دوی يې توان نلري.
































