د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر فرانک مکنزي ویلي، چې دوی به د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې ماموریت ته دوام ورکړي او په هره اندازه چې امکان ولري له افغانستان څخه خپل اتباع وباسي. مکنزي ویلي، تر پروني بریده وروسته امریکايي نظامیان په دې باور دي چې دا برید په افغانستان کې د داعش جنګیالیو له خوا شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې د نورو بریدونو احتمال هم موجود دی. په کابل کې تر پرونیو چاودنو وروسته، په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي، امریکایي اتباع باید هوایي ډګر او د هوایي ډګر دروازو ته له تللو ډډه وکړي ځکه د نورو بریدونو ویره شته. ملګرو ملتونو ، ناټو او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا بریدونه غندلي دي.
































