د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران له اېوېن زندانه په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د ایران په زندانونو کې سیستماتیکه شکنجه روانه ده. د دغه وزارت په خبره په دې وروستیو کې هغه ویډیوګانې افشا شوي او هغه څه ښيي چې دوی له مخکې پرې پوهېدل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر حکومت غږ کړی چې ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او له ټولو بندیانو سره په درناوي چلند وکړي. د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې دا ویډیوګانې په زندان کې له بندیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند په ډاګه کوي.
































