د ایران ولسمشر ابراهیم ريیسي ویلي چې هېواد یې په ځینو مشخصو ټولنیزو او اقتصادي برخو کې خورا شاته دی. هغه منلې چې د هغه هېواد وضعیت باید بدلون ومومي او حکومت باید د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي. رييسي دا څرګندونې پرون د خپلې کابینې د لومړۍ غونډې په پیل کې وکړې. د ایران پارلمان د ولسمشر ابراهیم ريیسي له لوري نږدې ټول وړاندې شویو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه. پارلمان د ښوونې او روزنې د وزارت له نوماندانو پرته اتلس وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکړې.
































