د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، څه باندې ۱۰ میلیون افغان ماشومان بېړنو مرستو ته اړتیا لري. یونیسف نن ویلي چې یاد افغان ماشومان له بشري ناورین سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق همدارنګه زیاته کړې چې څه باندې ۳۰۰ زره افغان ماشومان د وروستیو جګړو او وچکالۍ له امله له خپلو کورنو بېځایه شوي دي. یونیسف ټینګار کړی چې دغه ماشومان بېړنیو، خوراکي او روغتیايي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري. پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي د اګست میاشتې له ۱۶ نه بیا د یادې میاشتې تر ۲۲ یې په شمال ختیځو ولایتونو کې له ۴۴۴۴۵ بېځایه شوو کسانو سره یې بشري مرستې کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د خوراکي او روغتیايي موادو د بیو لوړېدل د اقتصاد ځپلو کورنیو په وړاندې یو بل فشار بللی دی.
































