په چین کې چارواکو په تازه څرګندونو کې په طالبان غږ کړی دې چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې کرښې معلومې کړي. د چین چارواکو د کابل په هوایي ډګر کې د پرونۍ چاودنې چې ویل کیږي ۱۳ امریکایي عسکر او شاوخوا سل افغانان پکې وژل شوي، په سختو ټکو غندلي. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جاولیجان ویلي چې په چاودنه کې د دوی اتباعو ته هېڅ کوم زیان نه دی اوښتی. د چین دغه چارواکي همدرانګه ویلي هېواد یې چمتو دی چې د نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي چې افغانستان د ترهګرۍ په سرچینې بدل نشي. چین یو له هغو هېوادنو څخه دی چې لا یې هم په کابل کې خپل سفارت نه دی تړلی.
































