د افغانستان د خصوصي سکټور د خونو د فدراسیون مسوولین وايي، چې په دې وروستیو اوونیو کې د پاکستان له لارې د افغانستان سوداګرۍ او د ترانزېټ بهیر کې زیاتوالی راغلی. د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په زرګونه کانټینرونه اموال چې ډیری یې اوړه، بوره، غوړي او د فابریکو اومه توکي دي، بار موټرونه ولاړ دي. دوی زیاتوي چې د دې اموالو د درېدو یوازینی لامل د پيسو د لېږد د بهیر ځنډېدل دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي هم له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې باید د خصوصي سکټور د ستونزو د حل لپاره د بانکونو د منظم فعالیت لپاره تدابیر ونیسي، تر څو د شته ستونزو د حل لپاره قوي حللاره رامنځته شي.
































