د واشنګټن ایکزماینر د معلوماتو له مخې امریکا د کابل په هوایي ډګر کې د ترهګریزو فعالیتونو د څارنې لپاره د سي ای اې یو مجهز او پرمختللی دفتر او مرکز جوړ کړی و، چې د پنجشنبې په ورځ یې د چاودنو پر مهال دغه مرکز په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
امریکایي چارواکو ویلي دا مرکز یې ځکه له منځه وړی چې طالبان یې استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
بلخوا ځینې رسنۍ بیا وایي چې امریکايي عسکرو د پنجشنبې ورځې په چاودنو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د هوایي ډګر تاسیسات هم له منځه وړي دي.
































