د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که دی په سپینه ماڼې کې وای نو نه به افغانستان له اوسني برخلیک سره مخ و او نه به په نړۍ کې د امریکا موقف دومره ټیټېده. نوموړي په یوې ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې بایډن باید په افغانستان کې د خپلې ماتې په اړه رسنیو ته ځواب ووایي. هغه زیاته کړې ده چې که څه هم بایډن د دې هر څه پړه پر افغان مشرانو اچوي خو ټینګار کوي چې دا هر څه ډېر په لږ وخت کې او د تمې خلاف ترسره شول، نړۍ د امریکا یوه شرمناکه څېره ولیده او بایډن د نړۍ په کچه د امریکا د دریځ ټیټولو مسوول دی. نوموړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې ننګه کړې ده او زیاته کړې یې ده، کله چې له طالبانو سره هوکړه شوې ده بیا تر اوسه پورې د طالبانو له لوري هیڅ کوم امریکایي او بهرني ته زیان نه دی رسېدلی، نو دا یوه غوره هوکړه وه ځکه نور باید یو لرې ځای کې د امریکا له لوري روانه بې ګټې جګړه پای ته رسېدلې وای، خو د امریکا حیثیت هم باید ساتل شوی وای.
































