برېټانیا وایي له طالبانو سره د داعش ډلې ضد مبارزه کې همکاري کوي. د برېټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي نو دوی تیار دي چې مرسته او همکاري ورسره وکړي. دده په خبره برېټانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار ده، خو په دې شرط چې دوی د یوه رښتینې حکومت په څېر چلند ولري. کارټر دغه راز وایي چې د طالبانو په اړه د دوی کړنو ته په کتو پرېکړه کوي. تر دې وړاندې د برېتانیا نورو لوړپوړو چارواکو هم ویلي وو چې د طالبانو کړنو ته په کتو د دوی په اړه پرېکړه کوي.
































