په امریکا کې زرګونه کسان د راتلونکي توپان له وېرې له خپلو مېنو په تېښته دي. د راپورونو له مخې د امریکا حکومت د لویزیانا ایالت وګړو ته خبرداری ورکړی چې د پېښېدونکي توپان له امله باید خپلې مېنې پرېږدي او امنو ځایونو ته دې ځانونه ورسوي. سرچینه کاږي چې دمګړی لسګونه زره کسان له ایالت د تېښتې هڅه کوي او په دې لټه کې دي چې ځان وژغوري. د امریکا د هوا پېژندنو ادارو ویلي چې دغه توپان به خورا شدید وي او د باد سرعت همدا اوس هم په ساعت کې ۲۲۰ کیلیومتره اټکل شوی دی. بلخوا په ډېرو سیمو کې له سمندرونو لارې او سړکونو ته د اوبو د راتګ خبر هم ورکړل شوی دی.
































