روسیه وایي له امریکا پرمختللې وسلې طالبانو ته په میراث پاتې دي. د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو وایي طالبانو ته داسې وسلې په میراث پاتې دي، چې هغه په نښه کولو کې دقیقې او پرمختللې ګڼل کېږي. شویګو وایي طالبان دمګړی سل جاولین توغندي هم لري چې د ټانکونو او چورلکو په نښه کولو کې کار ترې اخیستل کېږي. هغه زیاته کړې چې طالبان دمګړی تر اوکراین هم مجهز دي ځکه له دوی سره د جاولین توغندیو شمېر شاوخوا سلو ته رسېږي په داسې حال کې چې اوکراین دا شمېر توغندي نه لري. روسیې ددې تر څنګ دا هم ویلي چې دمګړی له افغانستان د نشه يي توکو او پرمختللو وسلو د موجودیت خطر هم احساسیږي.
































