یو شمېر امریکایي وګړو پر خپل حکومت نیوکه کړې ده چې په افغانستان کې یې شل کلنې جګړې هیڅ مثبتې لاسته راوړنې نه درلودې او بې پایلې پای ته رسېدلې ده. دوی زیاته کړې چې دې جګړې نه یوازې امریکایي وګړو ته کوم خیر ونه رساوه بلکې له دې سره سره چې ګڼ شمېر سرتېري یې په دغه بې مانا جګړه کې قرباني شوي او په ټریلیونونو ډالر بې ځایه مصرف شوي، په نړیواله کچه یې موقف ته هم سخته ضربه وارده شوې ده. دوی وایي، شل کاله دمخه امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم افغانستان ته داخله شوې، خو اوس یې په غير مسوولانه توګه خپل سرتيري ايستلي، چې له امله يې په افغانستان کې وضعيت ترينګلی شوی او د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی. هغوی ټینګار کړی دی چې د امریکا له لوري پر افغانستان یرغل له لویه سره ښه نظر نه و ځکه د دوی په وینا دا چاره د لويديځ په تاريخ کې په برياليتوب نه ده تر سره شوې.
































