د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په لنډ مهال کې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي. هغه چې د بوسنیا، هرزګوینا او مونتي نیګرو د سفر نه وروسته یې په خپل هېواد کې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د افغانستان روان وضعیت، حالات او روان پرمختګونه له نږدې څاري. اردوغان ټینګار کړی دی چې یوه خبره باید سپینه وي، دا چې طالبان څه ډول دولت جوړوي او د دولت د ادارې په برخه کې د هغوې دریځ او چلند څه دی، ددې خبرې به ټول په ګډه شاهدي ورکړي. هغه څرګنده کړې ده چې ترکیې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې پام وړ پانګونه کړې ده او له دې وروسته هم له دغه هېواد سره همکاریو ته چمتو دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې هر څه ژر باید په دغه هېواد کې ثبات ټینګ شي ځکه افغانان د دومره دروند بار وړلو توان نور نه لري. نوموړي څرګنده کړې چې دوی د افغانستان د یووالي، اتحاد او اتفاق په خاطر هر ډول مرستې ته تیاری لري.
































