بغداد او واشنګټن د روان مېلادي کال په جون میاشت کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره مهال وېش جوړوي. دواړه لوري به له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مسله بحث کوي او وروسته به مهال وېش ورته برابروي. د عراق د مسلحو ځواکونو د عمومي قوماندان ویاند عبدالکریم خلف الصباح ورځپاڼې ته ویلي، چې د پارلمان پرېکړې ته په کتو د دواړو هېوادونو تر منځ پر ځینو مسایلو خبرې شوې دي او دې پرېکړې ده رسېدلي چې د روان کال په جون میاشت کې به د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره مهال وېش جوړېږي. خو تر وتلو وروسته به هم امریکایي روزونکي عراقي ځواکونه ته روزنه ورکوي او خپلې تجربې به ور سره شریکوي. خلف ویلي، په دې برخه کې یې له امریکا مثبت ځواب تر لاسه کړی او د پارلمان پرېکړه به چې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي عملي کېږي. د عراق پارلمان الکاظمي په دې شرط د لومړي وزیر تر چوکۍ رسولی چې باید په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور ته د پای ټکی کېږدي.
































