حکومت وایي چې په هېواد کې د جنګ پای ته رسېدو ته په بشپړه توګه ژمن او د سولې په برخه کې یې له خپل لوري ټول اقدامات کړي دي. د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي دا څرګندونې د وسله والو طالبانو د هغې اعلامیې په ځواب کې کړي چې نن یې خپوره کړې او پر حکومت یې تور پورې کړی چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي. صدیقي وایي، د افغانستان دولت په هېواد کې د جنګ پای ته رسېدو ته کاملا ژمن دی، د سولې د تامین، تاوتریخوالي کمېدو او طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یې د یو شمېر طالب وسله والو د ازادولو د فرمان صادرولو په ګډون ټول لازم اقدامات عملي کړل او مذاکره کوونکی پلاوی یې هم وټاکه. هغه زیاته کړې، په دې وروستیو ورځو کې پر خلکو او د هېواد امنیتي ځواکونو باندې د طالبانو د وروستیو بریدونو زیاتوالي دا وښوده چې طالبان نه یوازې د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن نه دي، بلکې د خلکو او افغان دولت پر وړاندې خپل تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي.
































