د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جیمز کلورلي ویلي چې لندن له طالبانو سره دوه اړخیز تماسونه او پیغامونه تبادله کړي دي، خو دا چې لندن به طالبان په رسمیت وپېژني او کنه دا هغه پوښتنه ده چې د طالبانو چلن یې ځواب ویلی شي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی به د طالبانو عمل ته په کتو په دې برخه کې اقدام کوي. کلورلي له سکای نیوز سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بریتانیا به طالبانو سره مذاکرات وکړي کنه وویل، طالبانو د بهرنیو اتباعو او هغو کسانو چې غواړي له افغانستان څخه ووځي په خوندي توګه د وتلو ژمنه کړې ده او دغه راز یې ځینې نورې وعدې هم کړې دي نو لکه څنګه چې لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، لندن د طالبانو د خبرو نه بلکې د هغوی د عمل پر بنسټ اقدام کوي. هغه څرګنده کړې چې که څه هم دوی پر طالبانو یو څه شک لري خو بیا هم تر یوه حده ورسره همکاري کوي څو په خوندي توګه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.
































