د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په تازه خپاره شوي پرېکړه لیک کې ویل شوي چې طالبانو په بېلو برخو کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي او هغه باید عملي کړي. سرچینه کاږي چې طالبانو دغه راز له افغانستان د مصون سفر ژمنه هم کړې ده او باید عمل ورباندې وکړي. د ملګرو ملتونو تازه پرېکړه لیک ته له روسیې او چین پرته دیارلسو هېوادونو مثبته رایه ورکړې ده. پرېکړه لیک همدا راز په افغانستان کې د ټولشموله او ټولو اړخونو ته د منلو وړ حکومت غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې روانې ناندرۍ باید د خبرو له لارې حل شي. همدا راز له طالبانو غوښتل شوي چې له قید او شرط پرته نړیوالو موسسو ته په افغانستان کې د بشري فعالیتونو اجازه ورکړي او دغه راز باید ښځو او اقلیتونو ته په افغان حکومت کې محسوس او مانادار ګډون ورکړل شي.
































