د طالبانو د مشرتابه غړي مولوي شهاب الدین دلاور له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مناسبت یوې غونډې ته په خبرو کې هغه هېوادونه ستایلي دي چې په کابل کې یې خپلو ډیپلوماټیکو ماموریتونو ته دوام ورکړی دی او له هغو هېوادونو چې خپل سفارتونه یې تړلي دي غوښتنه کړې ده چې بېرته خپل سفارتونه پرانېزي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې هیڅ بهرني ملکي کارکوونکي او سفارت ته ګواښ نه دی متوجه نو ټول دې د خپلو ډیپلوماټیکو ماموریتونو د دوام په موخه خپل سفارتونه بېرته پرانیزي. په ورته وخت کې د طالبانو یو بل غړي انعام الله سمنګاني بیا پر هغو خلکو چې له افغانستان څخه په تېښته دي غږ کړی دی چې له هېواده دې نه وځي ځکه دده په وینا افغانستان دوی ته اړتیا لري او باید په ګډه ورته خدمت وشي. هغه ټینګار کړی دی چې امنیتي ستونزې حل شوې دي خو اعتراف کوي چې په اقتصادي برخه کې لا هم ستونزې شته چې راتلونکی نوی نظام به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په اقتصادي پرمختګ کې غوره رول ولوبوي.
































