د طالبانو یوه پخواني لوړپوړي چارواکي او د طالبانو د سیاسي دفتر بنسټګر سید طیب اغا له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې بهرنیانو دلته خپل شل کلن اشغال پای ته ورساوه او اوس ددې وخت دی چې افغانان په خپلو کې د یوه پیاوړي نظام د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي. طیب اغا ویلي چې راتلونکی حکومت باید همه شموله وي، دندې دې د یوه امانت په توګه مسلکي کسانو ته وسپارل شی، ټولو افغانانو ته دې په حکومت کې ځای ورکړل شي او د افغان ځوانانو له استعدادونو او وړتیاوو دې د یوه پیاوړي او ټولمنلي نظام د جوړولو لپاره کار واخیستل شي. طیب اغا دغه راز وایي چې افغانستان له نړیوالو سره ښو اړیکو ته اړتیا لري او راتلونکی نظام باید دې مسئلې ته په پام له نړیوالو سره د ښو اړیکو د جوړولو او په نړیوالو قضایاوو کې د مسوولانه چلند لپاره خپلې هلې ځلې ډېرې کړي. طیب اغا همدا راز ویلي چې دوی د یوه پیاوړي، اسلامي او د افغانانو د خوښې وړ نظام په جوړولو کې همکار دي او له رسمي موقف پرته به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
































