رویټرز د بایډن او اشرف غني وروستۍ ۱۴ دقیقه يي مکالمې ته لاسرسی پیدا کړی دی. رویټرز په یوه اوږده راپور کې ویلي چې اشرف غني د افغانستان لپاره هېڅ راز پلان نه درلود او د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د راتلونکو ورځو وړاندوینه نه وه کړې. په راپور کې راځي، بایډن اشرف غني ته ویلي وو، چې د حکومت د ساتلو لپاره یې هر ډول نظامي، سیاسي او اقتصادي مرستو ته تیار دی او باید واضح کړي چې پلان یې څه دی. سرچینه کاږي بایډن په دې مکالمه کې ټینګار کړی چې اشرف غني باید خپل پلان ورته واضح کړي چې دی همغه ته په کتو د افغان حکومت د ساتلو لپاره مرسته وکړي، خو اشرف غني یوازې پر نظامي مرستو ټینګار کړی دی. د سرچینې په خبره اشرف غني ټینګار کړی چې که پر طالبانو هوایي بریدونه ډېر شي، نظامي مرستې پراخې شي نو طالبان به وځپل شي او سولې ته به حاضر شي. رویټرز لیکي اشرف غني ان په وروستۍ مکالمه کې هم پر نظامي مرستو ټینګار کړی دی چې د نوموړي همدې څرګندونو ته په کتو امریکا ورو ورو پر طالبانو هوایي بریدونه ډېر کړي وو. په راپور کې راځي، چې اشرف غني بایډن ته ویلي چې طالبان د خبرو له لارې هیڅ د جګړې ختمولو نیت نه لري.
































