هندي او چینايي ديپلوماتانو په قطر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي. د راپورونو له مخې په قطر کې د چین سفیر د طالبانو د قطر دفتر له غړي شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي او په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اړوندو مسایلو خبرې شوې دي. د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي، چین په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په مثبت نظر ګوري او په خبره یې چینايي لوري له افغانستان سره د مرستو ژمنه هم کړې ده. بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دوحه کې یې سفیر له شیر محمد عباس ستانکزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې طالب لوري هند ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې یې د شته وګړو امنیت خوندي دی او په خبره یې افغان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي.
































