د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور ولري. نوموړي نن په لندن کې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې دوی په افغانستان کې د تخلیې عملیات د جون په میاشت کې پیل کړي وو، ځواکونه یې وایستل، وروسته یې د سفارت کارکوونکي او وروستۍ ډله یې خپل یو شمېر پوځیان وو چې له افغانستان څخه وتلي دي. راب څرګنده کړې چې که چېرته په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي دوی به هم په دغه هېواد کې خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي خو په خبره یې اوسمهال دا چاره شونې نه ده. د ویلو ده چې تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو هم په کابل کې د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستل کېدو موضوع په امنیتي وضعیت او د طالبانو په عمل پورې تړلې بللې ده.
































