د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي، د امنیتي ګواښ په خاطر یې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاره په چمن کې بنده کړې ده. شیخ رشید، چې پرون په اسلام اباد کې له رسنیو سره خبرې کولې، دا هم وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د چمن په پوله کې تیارسی شوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا د تورخم لاره د معمول په شان پرانیستې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او د افغانستان د وروستیو انکشافاتو په خاطر په نړۍ کې د پاکستان اهمیت ډېر شوی دی.
































