د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې په لړ کې یې د پلازمېنې کابل له ۱۶ زره پولیسو سره د روغتیايي وسایلو مرسته کړې ده. غوڅ ملاتړ ماموریت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې مرستو کې ۱۸ زره ماسکونه، ۱۸ زره جوړې دستکش او ۱۸ زره بستې چې عفوني ضد مواد او د حرارت سنجولو وسایل یا ترمامیتر پکې دي شامل دي. غوڅ ملاتړ پرون هم په یو بیان کې ویلي و چې هرات، غور، فراه او بادغیس ولایتونو ته یې تېره اوونۍ د روغتیايي وسایلو بستې استولې دي. د ناټو سازمان ویلي چې افغانستان د کرونا ویروس پرضد د مبارزه په چاره کې له دې سازمان د مرستې غوښتنه کړې.
































