د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر مطلق بن ماجد القحطاني د یوه ټولشموله حکومت او کابل هوايي ډګر د بېرته پرانیستل کېدو لپاره له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. ډاکتر القحطاني وايي دې بهیر کې د یوه بې پرې منځګړي په توګه قطر له ټولو لوریو سره خبرې کوي. نوموړی وايي، د اوس لپاره له طالبانو سره لومړیتوب د واک سوله ییز لېږد او د یوه داسې ټولشموله او ګټور حکومت په هکله خبرې دي چې د افغانانو خدمت وکړي. قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب کوي او تېر کال د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه په همدې هېواد کې وشوه.
































