د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د یکشنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر به د دې هېواد له مشرانو مننه وکړي. هغه زیاته کړه چې دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري. بلېنکن وویل چې له قطر وروسته به د جرمني رامشتاین هوايي اډې ته ولاړ شي او هلته به هم له افغانانو سره وګوري. بلېنکن زیاته کړې چې دی به د هغو څه باندې شلو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیر وزیرانو سره هم په انلاین غونډه کې ګډون وکړي چې له افغانستانه د لسګونه زره کسانو د را ایستلو او ځای پرځای کولو په عملیاتو کې ښکېل دي. بلېنکن زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو امریکایانو سره چې لاهم په افغانستان کې پاتې دي او غواړي ووځي په دوامدار تماس کې دی. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین هم په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ د خلیج هېوادونو ته سفر وکړي. پنټاګون ویلي چې اسټین به سعودي عربستان، قطر، بحرین او کوېټ ته د سفر پر مهال د امریکا له دې متحدانو څخه له افغانستانه د خلکو د اېستلو په پراخو عملیاتو کې د مرستې په خاطر مننه وکړي.
































