بریتانیا او هالنډ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره یو ځل بیا پر پخوانیو شرایطو ټینګار کړی دی. د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له خپل هالنډي سیال مارک روته سره ټلفوني خبرې کړې دي او په دې خبرو کې یې ټینګار کړی دی چې دوی به طالبان هغه وخت په رسمیت وپېژني، کله چې دغه ډله د دوی له لوري ټاکل شويو شرایطو ته پوره پاملرنه وکړي. په دې مکالمه کې دواړو لوریو ویلي چې طالبان باید بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي او په خوندي توګه له دغه هېواده د بهرنیو وګړو وتلو ته زمینه برابره کړي. هغوی ویلي، د یادو شرایطو د عملي کېدو په صورت کې دوی ښایي په کابل کې خپلې ډيپلوماټیکې استازولۍ هم پرانیزي. د ویلو ده چې بریتانیا او هالنډ خپل سفارتونه قطر ته لېږدولي دي او دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې په دوحه کې له خپلو ډيپلوماټانو او طالبانو سره لیده کاته هم لرلي دي.
































