د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي او ویاند سهیل شاهین په راتلونکي دولت کې د ښځو پر حقونو د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې امریکا دې د افغانانو د فرهنګ د تغیرولو له هڅې لاس پر سر شي. نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ښځې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره کولی شي کار او تحصیل وکړي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا د افغانانو د فرهنګ د بدلون هڅه کوي او دوی به یاد هېواد ته د افغانانو په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي. هغه ویلي، چې امریکا دې د افغانانو د فرهنګ د تغیرولو پر ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ رغنده همکاریو ته زمینه برابره کړي. شاهین څرګنده کړې چې دوی له اسلامي حجاب پرته د ښځو له کار او تحصیل سره مخالف دي خو د اسلامي اصولو په چوکاټ کې به په راتلونکي دولت کې د ښځو حقونه په هیڅ ډول تر پښو لاندې نه شي.
































