د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته تر سفر مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې دوی له طالبانو سره ټول ارتباطي چینلونه فعال ساتي خو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته یې بېړه نه لري. دده په خبره له دغه ډلې سره د خبرو او په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره قطر او ځینو نورو هېوادونو ته سفر کوي څو وضعیت کنټرول او د کډوالو حالت له نږدې وکتل شي. ټاکل شوې چې بلینکن نن قطر او تر هغه وروسته جرمني ته سفرونه وکړي. نوموړی به ددواړو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنې تر څنګ په دې دواړو هېوادونو کې له افغانستان د تازه وتلو کډوالو کمپونو ته ورشي او ستونزې به یې واوري. بلخوا طالبانو هم ویلي چې د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او پر دوه اړخیزو ګټو ولاړو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.
































