اروپايي ټولنه وایي افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی د طالبانو ژمنو ته نه، بلکې کړنو ته په کتو پرېکړه کوي. دده په خبره دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې ترهګري د تل لپاره ختمه شي او طالبان د ښځو او اقلیتونو حقونو ته په رښتینې مانا درناوی وکړي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت خبر دي او په دې لټه کې دي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسوي. هغه زیاته کړې چې د کابل د هوايي ډګر له فعالېدو سره سم به خپلې مرستې هم پيل کړي.
































