د سیمې د هېوادونو له همکارۍ پرته افغانستان ته د سولې راتګ ګران کار دی. ډيلي ټایمز ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي چې د افغانستان د سولې لپاره ددغه هېواد د ټولو ګاونډیانو هڅې مهمې دي. د سرچینې په خبره د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید په خپلو کې همغږي رامنځ ته کړي او په دغه هېواد کې د سولې د راتګ لپاره اړین ګامونه اوچت کړي. ورځپاڼه لیکي چین یو له هغه هېوادونو دی چې د سولې په برخه کې یې هڅې مهمې دي ځکه له یوې خوا له طالبانو سره د سولې په تړاو په اړیکه کې دی او له بل لوري پر پاکستان پوره نفوذ لري. سرچینې همدا راز ویلي که د سیمې د هېوادونو همکاري نه وي نو افغانستان ته د سولې راوستل ګران کار دی نو دا اړینه ده چې دلته یوه اجماع رامنځ ته شي او ټول ددغه مهمې مسئلې په اړه ګډ دریځ خپل کړي.
































