د بلوچستان په مستونګ سیمه کې یوې چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده. پاکستانی حکومت وایي چې په پېښه کې درې کسه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي. تر اوسه ددې برید پړه چا نه ده منلې. همدې سیمې ته نږدې څو ورځې وړاندې دوه پاکستاني عسکر هم په یوه برید کې وژل شوي وو. پاکستاني رسنۍ وایي چې په وروستیو کې په پاکستان کې نا امني ډېره شوې او پر پاکستاني پوځ بریدونو زور اخیستی دی چې د پاکستان حکومت ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.
































