د ایران ولسمشر وایي د اټومي مسایلو په اړه له امریکا سره خبرو ته تیار دی. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له ولسمشر کېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي چې له ایران سره پر اټومي مسایلو خبرې کول یې د کارونو په اجنډا کې شامل دي خو فشارونو ته نه تسلیمېږي. دده په وینا دوی هر ډول مذاکرات مخ ته وړي خو امریکا ته په کار ده چې د فشارونو پر ځای خبرو ته مخه کړي. رییسي ویلي چې ایران فشارونو ته نه تسلمېږي او له خپلو حقونو به د هر ډول فشار پر وړاندې دفاع کوي. امریکا هم تر دې وړاندې ویلي چې له ایران سره به د اټومي مسایلو په اړه د وین مذاکرات دوام کوي.
































