د غربي رسنیو او چارواکو د تبلیغاتو په دوام یو ځل بیا یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو د پیلېدو احتمال نه شي ردولی. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان مارک ميلي په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا او همدا راز د کورنۍ جګړې احتمال نه شي ردولی. هغه زیاته کړې ددې احتمال شته چې ترهګرې ډلې له فرصت په استفادې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي او په ورانکاره چارو لاس پورې کړي. دغه امریکايي چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ګڼو امریکايي رسنیو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې په تړاو تبلیغات پيل کړي دي او هڅه کوي عامه ذهنیت د جګړو منلو ته تیار کړي. بلخوا طالب چارواکي بیا وایي چې دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات او امنیت لپاره کار کوي او د کورنیو جګړو د پيلولو لپاره د بهرنیانو دسیسې شنډوي.
































